غزني کې نږدې دوه سو کورنيوسره مرستې شوي

sadam_morr
_________

د يوشمېر ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو له لورې د غزني ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۱۶۱ بېځايه شوو کورنیوسره د خوراکي او غير خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله قره باغ ولسوالۍ څخه ددې ولايت امن سيموته راکډه شوې وې د غوايي په ۱۱مه  د خوراک نړيوال سازمان له لورې هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۹ کيلو غوړي، ۲۵ کيلو دالنخود، دماشومانو لپاره ۵کيلو د خوار ځواکۍ مواد، دحامله او شيدو لرونکو ميندولپاره ۱۲ کيلو دخورا ځواکۍ مواد او د يونيسف او ډاکار موسسې له لورې د کډوالو چارو وزارت په همغږۍ د پخلنځي وسايل، روغتيايي کڅوړې، ۳ کمپلې، دوه د اوبو سطلونه، بوشکي، ۲۵ ګرځنده تشنابونه د معلولينو لپاره او ۱۶ کورنيو ته د اوبو فلترونه دولايت مقام استازو، سکتوري رئيس، دوالي سلاکار، کډوالو چارو رئيس، طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې او همکارو موسسو د استازو په شتون کې ووېشل شول.