فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې
د کډوالۍ نړيوال سازمان (iom) له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۹ بېځايه شوو کورنيوسره نغد ي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د ناامنيو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د غوايي په ۹مه هرې کورنۍ ته ۲۲۴۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.