ننګرهار کې ۱۸۸ بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

anwari_morr
_________

د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۸۸ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د شېرزادو، حصارک او خوږياڼو ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۳۰مه هرې کورنۍ ته  ۴ خېمې او د غير خوراکي موادو کڅوړې ووېشل شوې.