غورکې له سلو زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۲۱ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د دولت يار ولسوالۍ او اهنګران او تغه تيمور سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۲۸مه هرې کورنۍ ته درې کمپلې، د اغوستو لباس او د پخلنځي مکمل سامان الات ووېشل شول.