بغلان کې بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې وشوې

anwari_morr

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د بغلان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۳۶ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو سيموڅه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۲۶مه  هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه، دپخلنځي سامان الات، درې کمپلې مرسته ووېشل شوه.

همدارنګه ۱۰ خېمې، د ښوونځي لپاره دمرکزي بغلان ولسوالۍ د سولې ښارګوټي د ولسوال او  پوهنې امر په همغږۍ د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې له لورې د بغلان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ولګول شوې.