هرات کې بېځايه شوو ته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيلوي

anwari_morr
_________

د هرات ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست د وري په ۲۱مه د هرات ولايت د مسلخ او شيدائي کډوالو کمپ کې بېځايه شوو ته د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پيلوي.

دا پروسه رسماً دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزيرله لورې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په همکارۍ په ذکر شوو دواړو کمپونوکې د يوشمېر دولتي ادارو استازو او بېځايه شوو په شتون کې پرانيستل شوه.

له دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په استازيتوب يوپلاوي دهرات ولايت مسلخ او شيدائي کمپونو کې کې دبېځايه شوو وضعيت څېړلو په موخه هرات ولايت ته سفر کړی و.