فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

anwari_morr
_________


د ماشوم ساتنې نړيوالې موسسې له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۳۱ بېځايه شوو کورنيو سره د غير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۱۸مه هرې کورنۍ ته د پخلنځي سامان الات، ژمني لباسونه او کمپلې مرسته ووېشل شوه.