د پالېسۍ او پروګرانونو د پلي کېدو معين په روڼتيا او د قانون حاکميت باندې ټينګار وکړ

د پالېسۍ او پلان جوړونې، د راستنېدونکو او بيايوځای کېدو، د تحقيق او د مسحقينو د پېژندې کنسرسيوم استازو راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو ته د رسېدو په برخه کې دخپلو کړنو او فعاليتونو په اړه معلومات د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو معين شېر علم امله وال سره شريک کړل.
په دغه ناسته کې د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو معين د راستنېدونکو د وضعيت څرنګوالي، د کډوالۍ په اړه څېړنو، ګټورو برنامو او راستنېدونکو ته د ځمکې د وېش څرنګوالي په اړه د ذکر شوو برخو رئيسانو سره خبرې وکړې او د کاري وضعيت ښه والي په خاطر يې اړنده څانګو ته لازمې لارښوونې وکړې.
په ناسته کې ښاغلي امله وال د قانونو پرحاکميت، روڼتيا او راستنېدونکو او بېځايه شوو ته دخدمتونو پرژمنتيا ټينګار وکړ.
د ويلو ده چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پالېسۍ او پروګرامونو د پلي کېدو معين څو موده وړادې د افغانستان اسلامي جمهوريت د ولسمشر په حکم مقرر شو.