ننګرهار کې سلګونو بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرستې شوي
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې له لورې د ننګرهار ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۳۹۸ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د حصارک، شېرزادو او خوږياڼو ولسواليوڅخه بېځايه شوې وې هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې، دکور د ضرورت سامان او يوه يوه خېمه مرسته وېشل شوې ده.