فارياب کې له سلو زياتو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

anwari_morr
_________

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR او يونسف موسسې له لورې د فارياب ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۱۱۷ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د وري په ۱۷مه هرې کورنۍ ته درې کمپلې، دوه ترپاله، د اوبو دوه بوشکې، يوسطل، ګازډبه او د پخلنځي سامان الات ووېشل شول.