قندهار کې راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr
_________

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د قندهار ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ ۳۰ راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې دګاونډي هېواد او نا امنيو له امله د يوشمېر ولسواليو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د کب په ۱۶مه هرې کورنۍ ته ۱۲۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.