د حرفوي زده کړو فارغانو سره نغدي مرستې وشوې

د DRC موسسې له لورې د قندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ د حرفوي زده کړو فارغانو سره د کاري وسايلو د اخيستو په موخه نغدي مرستې وشوې.
ياد فارغان چې شمېر يې ۲۵۶ تنه دی بېځايه شوي او اړمن خلک دي چې څه موده مخکې يې په بېلابېلو برخوکې د يادې موسسې له لورې حرفوي زده کړې کړي او هر کس ته د ضرورت وړ ۲۴ زره او ۳۰ زره افغانۍ وېشل شوي د ي.