پروان کې دوه ورځنی ورکشاپ جوړه شو
د پروان ولايت دکډوالو چارو رياست د ليندۍ په ۳۰مه د ملي پالېسۍ سره سم دوه ورځنې ولايتي عمل پلان د والي په شتون کې ترسره کړ.
ياد ورکشاپ د اړونده ادارو، مرستندويه ادارو، داخلي بېځايه،کډوالو رئيس، يوشمېر کارکوونکو او کډوالو وزارت سلاکارانو په همکارۍ په دغه ولايت کې ترسره شو او د ولايتي عمل پلان پرمخ وړلو په اړه پکې خبرې وشوې.