فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غېر خوراکي موادو مرستې وشوې

anwari_morr

 

د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۰۲ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د بېلابېلو ولسواليو او سيمو څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۳۰مه هرې کورنۍ ته ۱۵۳۵۰ افغانۍ نغدې، بوټان، جرابې، ژمنۍ بستره، کمپلې، دماشومانو جامې او ښځينه او نارينه پټوان  ورکړل شول.