بادغيس کې بيځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې وشوې

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۸۹ بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د ليندۍ په ۲۷مه هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۴ کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.