فارياب کې له دوه سو زياتو بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۷۰ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د قيصار او خواجه سبز ولسوالۍ څخه ددې ولايت مرکز ميمنې ښارته راکډ ه شوې وې د ليندۍ په ۲۷مه هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.