کډوالو وزير دعامې روغتيا و زارت ته د روغتيايي موادوپه تسليمېدوکې؛ بېځايه شوو ته بايد پاملرنه وشي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي د روغتيايي موادو په تسليمېدوکې چې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR) له لورې د عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شو، له دې وزارت څخه غوښتنه وکړه چې بېځايه شوو ته دې پاملرنه وکړي.
د ملګرو متلونو دکډوالو ادارې (UNHCR) لس د وينتلاتور دستګاه ګانې، ۱۳۰ ماسکونه او نور اړين روغتيايي توکي د راستنېدونکو، بېځايه شوو او کوربه ټولنو سره دمرستو په موخه د کډوالو چارو وزارت په همکارۍ د عامې روغتيايی وزارت ته ورکړل.
د دغې رغتيايي کومکي کڅوړو ټول مالي لګښت ۱۸۰ زره امريکايي ډالره دی، چې دهېواد د عامې روغتيا وزارت له لورې به اړمنو او په کرونا ويرس اخته کسانو ته ورکړل شي.
عامې روغتيا وزارت ته ددغې کومکي کڅوړو دسپارلو موخه دکرونا ويروس سره مبارزه او په هېواد کې دهغې دخپرېدو څخه مخنيوی دی. ددې کڅوړو د تسليمېدو پرمهال دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير د عامې روغتيا وزارت څخه غوښتنه وکړه چې ددغې روغتيايي کڅوړو دوېشلو پرمهال دې بېځايه شوو کورنيو ته ډېره پاملره وکړي چې د ټولنې زيانمن قشر دی.
دهغه په خبره په هېواد کې بېځايه شوې کورنۍ چې په کمو امکاناتو په سختو شرايطوکې ژوند کوي په بېړنيو حالاتوکې روغتيياي مرستو ته اړتيا لري.
د عامې روغتيا وزارت مرستيال وحيد مجروح د کډوالووزير د غوښتنې په اړه وويل: « د پلان له مخې چې له وړاندې مشخص شوی و د دغې روغتيايي کومکي کڅوړو په وېش کې به زيانمنو شوو او اړمنوکورنيو ته پاملرنه وکړي.