فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې وشوې

د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۷ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له مله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۱۷مه هرې کورنۍ ته ۱۸ کيلو غوړي، ۲ کيلو مالګه، شېدو لرونکو ميندو ته ۲ کيلو خوراکي مواد، ۲ کيلو بيسکويټ او ۲۵ کيلو دالنخود دکډوالو رياست او يادې موسسې د استازو په شتون کې ووېشل شول.