غورکې ۶۴ بېځايه شوو کورنيو ته غير خوراکي مواد ورکړل شو

anwari_morr
______________

د انصاري موسسې له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۴ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خورکي مواد مرستې وشوې.

يادې کورنۍ د چهارسدې، پسابند، دولت يار ولسواليو او مرکز څخه وې چې څه موده وړاندې سروې او په نښه شوې وې، چې د ليندۍ په ۱۵مه هرې کورنۍ ته روغتيايي کڅوړې، دپخلنځي سامان الات، درې کمپلې، دوه ترپاله او  دوه د ابو سطلونه ووېشل شول.

همدارنګه  د غور ولايت مرستيال والي په مشرۍ د بيايوځای کېدو ولايتي نوبتي ناسته د کمېټې د غړو په ګډون جوړه شوه.

وروسته د راستنېدونکو شمېرې، د دوی پر اړتياوې، سرپناه، روغتيايي خدمات، ښوونې اوروزنې او نورې اړتياوې د غور ولايت د کډوالو چارو آمرله لورې وړاندې شوې.