د برنامو په پراختيا ټينګار؛د کډوالو  وزير وايي د بيا يوځای کېدو فعاليتونه بايد د امکان ترحه دوامداره وي

anwari_morr
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۵ - ۹:۵۷
____________

پنجشنبه د ليندۍ ۱۳مه

د لوږې لپاره د نړوال سازمان (WHH) له رئس سره په کتنه کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير نور الرحمن اخلاقي وويل: (( ټولې هغه پروژې چې د راستنېدونکو او د بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو په برخه کې پلي کيږي بايد پرمختيايي او دوامداره وي)).

ښاغلي اخلاقي له ايران او پاکستان څخه د راستنېدونکو شمېرته په اشارې سره وويل: راستنېدونکو بايد د کافي ژوند، زده کړو او روغتيايي اسانتياو د نشتوالي له امله بېرته له هېواد څخه ونه وځي، نو له همدې امله بايد هڅې وشي چې د وزارت او همکارو موسسو ټولې برنامې او فعاليتونه د راستنېدونکو او بېځايه شوو وګړو د بيا يوځای کولو لپاره کافي ظرفيت او کيفيت ولري.

سربېره پردې، هغه د کډوالۍ او بېځايه کېدنې، د پېښو څېړنې او کارباندې ټينګار وکړ او د ظرفيتونو لوړولولپاره يې  په دې وزارت کې د بېځايه شوو او کډوالو د مطالعې د انستيتيوت د جوړېدو خبر ورکړ.

په پاي کې د (WHH) نړيوال سازمان رئيس  ژمنه وکړه چې دکډوالو وزارت سره به خپلو پخوانيو همکاريو ته دوام ورکړي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۵۶
Background image

ننګرهار کې تر زرو زیاتو کورنیو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه هوکړه‌لیک لاسلیک شو

نن په وزارت کې د افغان مېرمنو ټولنیز خوندیتوب موسسې سره د ۲۴ زره او ۵۰۰ امریکایي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په ننګرهار کې یو زر او ۱۸۰ راستنو شویو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۴۹
Background image

په کډوالو چارو وزارت کې د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

نن په وزارت کې د بشري مرستو همغږۍ او پاملرنې موسسو سره د ۹۶۳ زره او ۹۴۴ امریکایي ‌ډالرو او ۷۴ میلیونو او ۱۰۰ زره افغانیو په ارزښت د همکارۍ درې هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه پیسې به په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۴۱
Background image

د کډوالو چارو وزیر په جلا ناستو کې د کابل د جهادي مدرسې له مسوولینو او د بغلان له ځینو قومي مخورو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په جلا ناستو کې د کابل د جهادي مدرسې له مسوولینو او د بغلان د جلګې او نهرین ولسوالیو له ځینو قومي مخورو او. . .

بېرته خبرونه ته