بلخ کې بېځايه شوو کورنيوته شېدې لرونکي وزې ورکړل شوې
د کډوالۍ نړيوال سازمان IOM له لورې د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۸۰ کورنیو ته ۱۶۰ دانې شېدې لرونکې وزې ورکړل شوې.
يادې کورنۍ چې د بېلابېلو سيموڅخه د بلخ ولايت د فاریابي پروژې ته را بېځايه شوې وې د ليندۍ په ۹مه هرې کورنۍ ته د کډوالو ادارې، زراعت رياست، د سيمي د سپين ګيرو او ذکرشوي سازمان استازو په شتون کې دوه دوه شېدې لرونکي وزې ورکړل شوې.