فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي

د DRC موسسې له لورې د فراه ولايت د کډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۳۸ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د ليندۍ په ۵مه هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.