نيمروز کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي

sadam_morr
_______________

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې د نيمروز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۲ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يو شمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دليندۍ په ۳مه ورته ۴ لکه ۹۰زره او ۵۸۰ افغانۍ ووېشل شوې.