بغلان کې بېځايه شوو کورنيوته دکور جوړولو وسايل ووېشل شول
د ACTED موسسې له لورې د بغلان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۴۰ بېځايه شوو کورنيو ته د کور جوړولو وسايل ووېشل شول.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د ليندۍ په ۳مه هرې کورنۍ ته ګاډر، تختې، بېلچې،کلند، اره، کراچۍ او د اوبو سطل مرسته ووېشل شوه.