فراه کې بېځايه شوو کورنيو سره مرستې شوي

anwari_morr
______________

د ARAA موسسې له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۶۸ بېځايه شوو کورنيوسره دغير خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د ليندۍ په ۲مه هرې کورنۍ ته  ۲ ترپاله، ۲ سطلونه، دپخلنځي سامان الات او روغتيايي کڅوړې  ووېشل شوې.