فراه کې سلګونه بېځايه شوو کورنيوسره مرستې شوي

د ډاکار موسسې له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۹۴ بېځايه شوو کورنيوسره د غير خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د فراه ولايت د يوشمېر ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې دليندۍ په لومړۍ نېټه هرې کورنۍ ته ۱۷ قلمه روغتيايی مواد ووېشل شول.