بلخ کې سلګونو کورنيوسره نغدي او غيرخوراکي مواد مرستې شوي
د SCI او خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د بخل ولايت د کډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۱۱۶ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي او غيرخوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ، چې د جګړو له امله د بېلابېلو ولسواليو او سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د لړم په ۲۶مه د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې ۱۰۴۷ کورنيو هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ نغدې او د SCI موسسې له لورې ۶۹ کورنيو هرې کورنۍ ته کورنۍ کڅوړې او د پخلنځي سامان الاتو مرسته ووېشل شوې ده.