بلخ کې لسګونه کورنۍ دخوراکي موادو څخه برخمنې شوې

anwari_morr
______________

د WHH موسسې له لورې د بلخ ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۶۵ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې شوي.

يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د بېلابېلو ولسواليوڅخه د يادګار او بادام باغ سيموته کډه شوې وې د لړم په ۲۵مه هرې کورنۍ ته ۶۰ کيلو اوړه، ۲۹ کيلو وريجې، ۶ لېتره غوړي، ۱۴ کيلو لوبيا، شپږ کيلو بوره او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.