کډوالو وزارت کې بېځايه شوو سره دمرستودهمغږۍ او وېش په اړه ناسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۱۹:۲۴
______________

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت  سرپرست او نوماند وزير نورالرحمن اخلاقي د انلاين خبرو اترو له لارې د (OCHA)  دفتر د مسؤلينو، استازو  او د کډوالو وزارت مسؤلينو سره د هېواد په يوشمېر برخوکې د بېځايه شوو وضعيت او دوی  ته د مرستو وېشل وڅېړه.

په دغه انلاين مرکه کې د (OCHA) دفتر مرستيال دانيل او ددې ادارې سيمه ييز کارکوونکي په شمال، شمال شرق او دهېواد په سويل کې د بېځايه شوو ، سروې او دوی ته دمرستو دوېش په اړه ښاغلي اخلاقي ته معلومات ورکړل. د (OCHA) د سيمه ييزو کارکوونکو په خبره د وروستيو جګړو له امله له د ۵۰۰۰  زياتې کورنۍ په هلمند، کندهار، ارزګان، تخار او بغلان کې بېځايه شوي او تر اوسه سلګونه بېځايه شوې کورنۍ سروې شوي او په يوشېمر سيموکې مرستې شوي او تمه کېږي چې په راتلونکو دوو ورځوکې زياتوکورنيوسره مرستې ترسره شي.

همدارنګه دوی په ولايتونو او ولسواليوکې کمبوديانو او شته ستونزو يادونه وکړه او د کډوالو چارو وزارت څخه يې د همکاريو غوښتنه وکړه.د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وزير  د سروې او مرستو په برخوکې د همکارو ادارو او د کډوالو د ولايتي رياستونو ترمنځ د موجوده همغږيو مننه وکړه ويې ويل، زموږ موخه بېځايه شوو خلکوته دخدمتونو وړاندې کول دي او موږ له مخکې څخه ډېر کار کولو ته اړتيا لرو، راځئ چې ښه همغږي او د شته نيمګړتياو له منځه وړلو لپاره اقدام وکړو.

هغه په کندهار او هلمند ولايت کې د سروې د کړندي کېدلو ستاينه وکړه زياته يې کړه، د کډوالو وزارت چمتو دی چې له مرستندويه بنسټونو سره بشپړه همکاري وکړي او هڅه کوي  ژر ترژره او په وخت سره خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته