فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړو مرستې شوي

anwari_morr
______________

د DACAR موسسې له لورې د فراه ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۶۸ بېځايه شوو کورنیوسره د روغتيايي کڅوړو مرستې شوي.

يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله د بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د لړم په ۴مه هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه مرسته ووېشل شوه.