فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او روغتيايي کڅوړو مرستې شوي

anwari_morr
.

د خوراک نړيوال سازمان WFP او RI موسسې له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۳۴ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو او روغتيايي کڅوړو مرستې شوي.

يادې کورنۍ  چې د جګړو له امله د يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته بېځايه شوې وې د لړم په لومړۍ نېټه د RI موسسې له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه او د خوراک نړيوال سازمان (WFP) له لورې هرې کورنۍ ته ۱۸۴  کيلو اوړه، ۲۱ دانې بيسکويټ، يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.