بلخ کې له سلو زياتو کورنيوسره مرستې شوي
د WHH موسیسې له لورې د بلخ ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۱۰۴ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي او روغتيايي کڅوړو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د ولايتونو او د بلخ ولايت ديوشمېر ولسواليوڅخه د بادام باغ، بابه يادګار او فقير اباد ته بېځايه شوې وې د تلې په ۳۰مه هرې کورنۍ ته ۶۰ کيلو اوړه، ۲۹ کيلو وريجې، ۶ لېتره غوړي، ۱۴ کيلو لوبيا، ۱ کيلو مالګه، ۶کيلو بوره، ۲۵ صابونونه، ۷ روی پاکونه، ۲ بوشکې او دوه دانې لوټې مرسته ووېشل شوه.