هلمند کې له سلو زياتو کورنيوسره مرستې شوي

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR، UNICEF او IRC موسسې له لورې د هلمند ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۵۳ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي، روغتياي،غيرخوراکي او خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې دجګړو له امله د بېلابېلو سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۲۶مه د IRC موسسې له لورې هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰ افغانۍ نغدې، د UNICEF له لورې هرې کورنۍ ته دوه کمپلې، يو ترپال، پخلنځي سامان الات، روغتيايي کڅوړې او د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR له لورې هرې کورنۍ ته يوه يوه خېمه مرسته ووېشل شوه.