کډوالو وزارت کې د HIV د پوهاوي په اړه يوه روزنيزه ناسته وشوه

sadam_morr
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۷ - ۸:۴۶
اچ. آی. وی

دغه روزنيزه ناسته د تلې په ۲۳مه  دبشري سرچينو رياست په همغږۍ ددې وزارت  کارکوونکوته د HIV د پوهاوي په اړه جوړه شوې وه.

دويروس په اړه تفصيلي معلومات، ايډيز، ددې ويرس په اړه دخلکو بدې نظرې او دناروغۍ مخنيوي څرنګوالی ترټولو مهمې مسلې وې چې دعامې روغتيا وزارت دمسؤلينو له لوري په دې ناسته کې تربحث لاندې ونيول شول.

 

ياده برنامه د قران پاک د څو اياتونو په تلاوت سره پيل شوه او بيا د وزارت د بشري سرچينو رئيس د پرانيستې پرمهال په خپلو خبرو کې د وزارت دکارمندانو بشپړې روغتيا باندې ټينګار کولو سره له هرچا وغوښتل چې دمنظم تمرين او سخت رژيم سره دخپل بدن مقاومت ډېر کړي ځکه دغه ويروس په هغو خلکوکې چې دبدن دمعافيت سيستم يې ښه کارکوي ښه وده نه کوي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۵:۳
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت کې دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د مهاجرینو چارو وزارت کې له هاجر او تیری دیس هومز موسسو سره د ۵۸۷ زره او ۴۰۱ امریکایي ډالرو پر ارزښت دوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول.
دغه پیسې به په کابل او بلخ کې ۱۳ زره او ۴۸۹ تنو راستنو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۴:۵۵
Background image

په مهاجرینو وزارت کې د انلاین سیسټم له لارې د پلان جوړونې او راپور ورکولو ورکشاپ ترسره شو

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د دغه وزارت مرکزي رییسانو، امرینو او مدیرانو ته د کنفرانسونو په تالار کې د انلاین سیسټم له لارې د پلان جوړونې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۹ - ۹:۱۴
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت لسګونه کارمندان د مدیریتي ښوونیزو برنامو فراغت سندونه تر لاسه کړل.

د مهاجرینو چارو وزارت ۵۳ تنه کارمندان د ارتباطاتو مدیریت، اداري مراسلاتو، انګلیسي ژبې، د کمپیوټر اساساتو او ایمیل ښوونیزو برنامو تر بشپړولو وروسته، چې د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت. . .

بېرته خبرونه ته