سرپل کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې

sadam_morr

 

د ORD موسسې له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۱ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.

يادې کورنۍ، چې د نا امنيو له امله يوشمېر سيموڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د تلې په ۲۴مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰۰۰  افغانۍ نغدې ورکړل شوې.

همدارنګه ۱۱۷ کورنۍ چې د ناامنيو له امله بېځايه شوې وې د همکاريو ادارو له لورې سروې او په نښه شوې چې په نږدې راتلونکي کې به ورسره مرستې ترسره شي.