کاپيسا کې له زرو زياتو زيانمنو کورنيوسره مرستې شوي
د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې له لورې د کاپيسا ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۱۳۵۷ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرستې شوي دي.
يادې کورنۍ چې د سېلابونو له امله د بېلابېلو سيوڅخه بېځايه شوې او زيانمنې شوې وې د وږي په ۲۹مه ۲۵۲ بېځايه شووکورنيو هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۲۴ لېتره غوړي، ۲۴ کيلو مکروني، ۲۶ قطۍ شيرمايع ملکو او ۱۱۰۵ کورنيو هرې کورنۍ ته ۲ بوجۍ غنم، ، ۲۰ کيلو مکروني ۱۰ قطۍ شېرمايع ملکو او۱۲ لېتره غوړي مرسته ووېشل شوه.