تخار او پنجشېر کې بېځايه شوو او راستنېدنکو کورنيوسره مرستې شوي
د تخار او پنجشېر ولايت دکډوالو چارو رياستونو له لورې د وږي په ۲۴مه ۴۳ بېځايه شوو او راستنېدونکو کورنيوسره مرستې شوي.
د تخار ولايت دکډوالوچارو رياست دمعلوماتو پراساس په دغو مرستو کې ۱۷ بېځايه شوو کورنيو ته ۱۴۴۰۰ افغانۍ او ۲۱ نورو کورنيوته يې ۷۴۰۰ افغانۍ نغدې وېشلي دنوموړي په خبر يادې مرستې د کډوالۍ نړيوال سازمان OM له لورې برابرې شوې وې.
د يوبل خبر له مخې ۵ نورو کورنيو ته چې د لغمان، نورستان او کاپيسا ولايتونوڅخه پنجشېر ولايت ته رابېځايه شوې وې د CHA ادارې له لورې د پنشجېر ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ هرې کورنۍ ته ۲۴۰۰۰ افغانۍ نغدې ورکړل شوې.