دملګرو ملتونو دکډوالو ادارې ريېسې د کډوالو چارو د سرپرست وزير سره ليدنه وکړه
د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR)رئيسې دچهارشنبې د تېرې چهارشنبې په ورځ دوږي په ۲۶مه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزير نور حمن اخلاقي سره د پېژندنې ليدنه وکړه او ددې وزارت سره يې دکډوالو او راستنېدونکو د مديريت په برخه کې ژمنه وکړه.
په دغه ليدنه کې ميرمن ون بيورن د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوماند او سرپرست وزير ته مبارکي وويله او ټينکار يې وکړ،چې دغه وزارت دکډوالو او راستنېدونکو سره دخپلو کړو ژمنو په برخه کې دملګرو ملتونو سره يو له مهمو او کليدي وزارتونو څخه دی.
نوموړې د ملګرو ملتونو ادارې په اړه دکډوالو سرپرست او نوماند وزير ته معلومات ورکړل او هغه ته يې بلنه وکړه چې په راتلونکې اکتوبر مياشت کې په دريو مهموناستو کې ګډون وکړي او په دغه ناسته کې يې د ښاغلي اخلاقي ګډون مهم وباله.
د کډوالو او راستنېدونکوچارو نوماند او سرپرست وزير په افغانستان کې د دملګرو متلونو دکډوالو ادارې (UNHCR) د پلانونو څخه هرکلی وکړ او مننه يې وکړه چې د وزارت دموخو او د بېځايه شوو او راستنېدونکو دحقونو ترلاسه کولو لپاره ګډ کار کوي او په راتلونکو ناستوکې د ګډون لپاره يې خپل چمتوالی اعلان کړ.