کندز کې له ۳۰۰ زياتو بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې

ناپیژنده (not verified)
۷۶

د ACTED موسسې له لورې د کندز ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۳۱ بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې د جګړو له امله د امام صاحب او خان اباد ولسواليو او دکندز مرکز څخه امن سيموته کډه شوې وې د وږي په ۲۷مه هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰ افغانۍ نغډې ورکړل شوې.

د ويلوده چې په تېرو ۲۰ ورځو کې شل زرو په شاوخواکې دجګړو له امله بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرستې شوي دي.