بلخ کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدې مرستې وشوې

anwari_morr

د PSN پروژې له لارې د بلخ ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۴۰ داخلي بېځايه شوو کورنيوسره نغدې مرستې وشوې.

يادې کورنۍ چې دنا امنيو له امله دسمنګان ولايت د کشنده، زراغ او دره صوف ولسواليوڅخه دمرکز امن سيموته بېځايه شوې وې د وږي په ۱۰مه هر تن ته ۲۱۸۵۰  افغانۍ نغدې ورکړل شوې.

همدارنګه ۱۴۷ تنه ښځينه او نارينه د حرفوي زده کړو لپاره دکار او ټولنيزو چارو رياست ته ورپېژندل شوي دي.