کونړ کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې شوي
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د کونړ ولايت دکډوالوچارو رياست په همکارۍ ۵۰ بېځايه شوو کورنيو سره د خوراکي موادو مرستې شوي.
يادې کورنۍ چې دجګړو له امله د بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د وږي په ۸ مه هرې کورنۍ ته ۴ بوجۍ اوړه، ۱۴ کيلو غوړي، ۱۴ کيلو دالنخود او يوه کيلو مالګه مرسته ووېشل شوه.