د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د وږي په ۶مه په افغانستان کې دامريکا دکډوالۍ د برخې رئيس سره په يوه ويډيومرکه کې وويل،چې په هېواد کې د سولې له راتګ وروسته د راستنېدونکو دوامداره ادعام لپاره پلانونه لري.

anwari_morr
شنبه ۱۳۹۹/۶/۸ - ۹:۳
19

 

د سيد حسين عالمي بلخي په وينا،امکان لري،چې  د شپږ نيم ميليونو افغان کډوالو له ډلې  لږ ترلږه څلور ميليونه افغان کډوالو بېرته هېواد ته راستانه شي او د تېرو کلونو په پرتله راستنېدونکو ته رسېدنه به د لوړو شمېرله امله د ننګونو سره مخ شي.هغه زياته کړه په دې برخه کې دنړيوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د متحده ايالاتو همکاري، چې دافغان حکومت يو مهم ملاتړ کوونکی دی، مهمه ده.

همدارنګه کډوالو چارو وزير په افغانستان کې دسولې او داخل او خارج کې  د افغان کډوالو په برخه کې د ۱۸۰ ميليونوډالرو مرستې  دهڅو ستاينه وکړه او دکډالۍ د پراختيا د برنامې پر اهميت يې ټينګار وکړه، زياته يې کړه چې د اسانتياو لپاره کار کوي. له هېواده بهر افغان کډوالو ته د پيسو لېږد د مخابراتو وزارت سره روان دی، د افغانستان حکومت د سيمې له هېوادونو سره خبرې کړي ترڅو دکار زمينه برابره کړي او نړيوال کار  بازار ته د کارګرانو لارښوونه وکړي او په دې برخه کې پرمختګ شوی.

سربېره پردې ښاغلي بخلي د ډيپورت شو افغان کډوالو په برخه کې د وزارت د هڅو خبر ورکړ ويې ويل، د ډيپورت شوو سره د حکومت د اړيکو رامنځ ته کول به له يو خوا به ددوی اړتيا وې د حکومت له لخوا پوره شي او له بلې خوا به ددوی مادي او معنوي سرمايه د هېواد د پرمختګ لپاره وکارول شي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د متحده ايالاتو دکډوالو د برخې رئيس د بشري مرستو په برخه کې د افغانستان له ښو لاسته راوړنو څخه خوښي څرګنده کړه او ټينګار يې وکړ چې متحده ايالات سره په ګډه کار کوي ترڅو داخلي بېځايه شوي کسان په ګوته کړي او بېرته راستنېدونکو لپاره دکارموندنې په برخه کې همکاري وکړي، هغه همدارنګه  د وزارت له پرېکړې څخه چې د ډيپورت شوو په برخه کې د بېلابېلو هېوادونو سره اړيکې ټينګې کړي هرکلی وکړ.

دغه خبرې په داسې وخت کې کېږي چې د جنيوا د غونډې اجنډا کې د فغان سولې مسله لوړه ده نو دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزير په نړېوالې ټولنې او د افغانستان د نړيوالو ملګرو څخه وغوښتل چې د کډوالۍ په برخه کې خپلې ژمنې روښان کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۲۹
Background image

په كندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل شول

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت محترم مقام په دوامدارو هڅو، له ګاونډيو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش په لړ کې دا ځل په کندهار کې سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۲۷
Background image

په مهاجرینو چارو وزارت کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمه کلیزه ونمانځل شوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په مسجد کې نن د ماسپښین له لمانځه وروسته د معینانو، رییسانو او د دغه وزارت کارکوونکو په شتون کې د اسلامي امارت د بریا او فتحې پنځمې کلیزې په مناسبت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۹:۵۷
Background image

د مهاجرینو چارو وزارت په هڅو زابل کې له سلګونو راستنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت په هڅو په زابل کې له سلګونو بېوزلو راستنو شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د خوراکي توکو د وېش په دغې برنامه کې، چې په مرکز قلات کې جوړه. . .

بېرته خبرونه ته