فارياب کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د فارياب ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۵۵ بېځايه شوو کورنيوسره د خوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې دجګړو له امله د بېلابېلو ولسواليوڅخه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د زمري په ۲۷مه هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کيلو اوړه، دوه کيلومالګه، ۲۱بيسکويټ او پنځه وېشت کيلو دالنخود مرسته ووېشل شوه.