سرپل کې سلګونه بېځايه شوو کورنيوسره مرستې کېږي
د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې د سرپل ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۳۰۰ بېځايه شوو کورنيوسره مرستې کېږي.
په هغه ناسته کې چې د زمري په ۱۵مه د سرپل ولايت په صياد ولسوالۍ کې د بېځايه شوو کورنيو د وضعيت همغږي کولو لپاره جوړه شوې وه، پرېکړه وشو چې د سرپل ولايت کې د ۱۰۰ کورنيو سروې وشوه چې پکې ۷۲ کورنيو سره د طبيعي پېښو پروړاندې د مبارزې ادارې له لورې دخورکي موادو مرستې برابريږي.
همدارنګه ۲۰۰ نورې کورنۍ د سرې مياشتې ادارې له لورې سروې شوې چې د څښاک د اوبو ستونزه به يې د کليو پراختيا رياست له لورې حل شي.
ياده ناسته د سرپل ولايت دکډوالو چارو آمريت تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه، چې پکې د سروې ټيم، د سري مياشتې ادارې، کليو پراختيا رياست او طبيعي پېښو پروړاندې د مبارې ادارې استازو برخه اخيستې وه. #زما هیواد ، زما ویاړ