فراه کې بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه
د خوراک نړيوال سازمان WFP له لورې د فراه ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۳۷ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ چې د نا امنيو له امله د خپلو اصلي سيمونه ددې ولايت مرکز ته رابېځايه شوې وې د چنګاښ په ۳۱مه هرې کورنۍ ته څلور بوجۍ اوړه، ۴،۵ کيلو غوړي، دوه کيلو مالګه ۳ کيلو دماشومانو لپاره مقوي مواد او ۷،۵ کيلو د شيدو ورکوونکو ميندو لپاره خوارکي موادو مرسته ووېشل شوه.