کندهار کې بېځايه شوو کورنيوسره نغدي مرسته وشوه
د ملګرو ملتونود کډوالو ادارې UNCHR له لورې د کندهار ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۲۵ تنه راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو سره د PSN پروژې له لارې نغدي مرسته وشوه.
په دغه راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو کې ۱۲ تنه نارينه او ۱۳ تنه يې ښځينه وې،چې هر يوتن ته ۱۳۰۰۰ افغانۍ په پام کې نيول شوې وې، ترڅو دخپلې کورنۍ کسب او کار د اړتيا په پام کې نيولو سره خپلې اړينې ستونزې حل کړي.
د PSN پروژې مالي لګښت د ملګرو ملتونو دکډوالو اداره UNCHR ورکوي او د HRDA ادارې له خو د کډوالو چارو رياست سره په ګډه عملي کېږي.