غورکې ۷۸۰ بېځايه شوو کورنيوسره دخوراکي موادو مرسته وشوه

دغور ولايت د طبيعي پېښو پروړاندې دمبارزې ادارې له لورې د غور ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ ۷۸۰ بېځايه شوو او جنګ ځپلو کورنيوسره دخوراکي موادو مرستې ترسره شوې.
يادې مرستې دچنګاښ د ۲۱مې نېټې څخه تر ۲۶مې نېټې پورې د غور ولايت دشهرک ولسوالۍ د بيدان، شمرغک او سياسنګ سيموکې بېځايه شوو او جنګ ځپلو سره ترسره شوې، چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کيلو اوړه، ۱۲.۵ کيلو اوريجې، ۵ کيلو غوړي، ۳ کيلو دالنخود او۳ کېلو مالګه ووېشل شوه.