لغمان کې سلګونه داخلي بېځايه شوو کورنيوسره دنغدي مرستو دوېش لړۍ پيل شوه

anwari_morr
68

د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت له لورې د لغمان ولايت دکډوالو چارو رياست په همکارۍ د ۶۰۰ داخلي بېځايه شوو کورنيوسره د نغدي مرستو دوېش لړۍ پيل شوه.

د يادو کورنيو له ډلې د چنګاښ په ۲۸مه پنځوسو داخلي بېځايه شوو کورنيو هرې کورنۍ سره ۴۰۰۰ افغانۍ نغدې مرستې ترسره شوې او دالړۍ به تر هغه دوام ولري، څو هغه ۶۰۰ کورنۍ چې انتخاب شوي ورته مرستې ورسيږي.

د ويلو ده، چې دمرستو دوېش په مراسمو کې د لغمان مرستيال والي شهزاده مظلوم يار، د کډوالو رئيس شاکر الله شاکر، لغمان ولايت دښځو چارو رئيسې نسيمې شفيق سادات، د ځوانانو پارلمان استازي حنيف الله شهاب او يو شمېر مخورو او فعالانو هم برخه لرله.