بادغيس کې بېځايه شوو کورنيوسره مرسته وشوه
د ډاکار موسسې له لورې د بادغيس ولايت دکډوالو چارو آمريت په همکارۍ ۱۱۱ بېځايه شوو کورنيوسره د روغتيايي کڅوړو مرسته وشوه.
يادې کورنۍ،چې د جګړو له امله د بالامرغاب ولسوالۍ د اکازي سيمې څخه ددې ولايت مرکز ته راکډه شوې وې د چنګاښ په ۲۶مه هرې کورنۍ ته يوه يوه روغتيايي کڅوړه ورکړل شوه.
د ويلو ده، چې يادو کورنيوسره مخکې هم نغدي او دخوراکي موادو مرستې شوې وې.