بدخشان کې د نغدي مرستو دوېش لړۍ پيل شوه

anwari_morr
بدخشان کې د نغدي مرستو دوېش لړۍ پيل شوه

 

د بدخشان ولايت دکډوالو چارو رياست د چنګاښ په ۲۵مه  په دغه ولايت دکې د نغدي مرستو د ووېش لړۍ پيل کړه.

دغه مرستې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لورې بدخشان ولايت ته په نظر کې نيول شوې وې، چې ۴۵۲ کورنيو ته به په دغه ولايت کې ووېشل شي.

ددغو کورنيو له ډلې به هرې کورنۍ ته ۶۰۰۰ افغانۍ  د ولايت مرستيال، پېښو ته د رسېدو رئيس، د مستوفيت استازي او مرستندويه ادارو استازو په شتون کې ورکړل شوې.

د ويلو ده، چې په نظر کې نيول شوې مرستې اندازه ۲۷۱۲۰۰۰  افغانۍ ده چې په راتلونکو ورځو کې به پای ته ورسيږي.